بغلان؛ توفیق لوبډلې د پلخمري ښار د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۲:۴۰
بغلان؛ توفیق لوبډلې د پلخمري ښار د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د والیبال فدراسیون او سپورت امریت په همغږۍ د ۱۶ لولډلو ترمنځ پیل شوې لومړی پړاو سیالۍ د توفیق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

دغه سیالۍ چې د روانې وږي میاشتې په ۱۲ مه نېټه پیل شوې وې، په پایلوبه کې یې ده صلاح او توفیق لوبډلې له یو بل سره مخ شوې، په پایله کې توفیق لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د یادونې وړ ده چې توفیق او ده صلاح لوبډلو د بغلان غوره لیګ سیالیو ته هم لاره پیدا کړه.

په پای کې د مسؤولینو او میلمنو له لوري غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه، ستاینلیکونه او ورزشي توکي ورکړل شول.a

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

BACK TO NEWS