بغلان؛ دهنه غوري ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ پیل شوې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري، د ياد ولايت په دهنه غوري ولسوالۍ عزيزانو بابا لېسې انگړ کې د ۲۴ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ پیل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د خواجه الوان او دهنه غوري ولسوالۍ لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې د ۲/۰ مېدانونو په توپير د خواجه الوان لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.
دغه سيالۍ چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي، موخه يې د ځوانانو تر منځ سالمه تفريح ياده شوې ده.
