بغلان؛ د خنجان ولسوالۍ مرکزي لوبډلې د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او والیبال فدراسیون په ګډه همکارۍ د دې ولایت د جنجان ولسوالۍ په مرکز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جنجان ولسوالۍ مرکزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو، چې ۹ ورځې یې دوام وکړ، په پایلوبه کې یې د جنجان ولسوالۍ مرکزي لوبډلې د ۳-۱ میدانونو په توپیر د باجګه کلي لوبډلې ته ماتې ورکړه او باجګه کلي لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ.
د دغو سیالیو موخه د دې ولایت په ليري پرتو سیمو کې د والیبال د ورزش وده او پراختیا ده.
په پای کې غوره لوبډلې او ورزشکاران د مسوولینو له لوري تشویق شول.