بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د فوټسال غوره ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليګ سيالۍ، چې څو ورځې مخکې پیل شوې وې د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې استقلال لوبډلې خپلې سیالې اتحاد اف سي لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د بغلان ولايت د فوټسال منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
