بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۱۰:۱۱
بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بزکشۍ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ په مصلحت تيپه سېمه کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د بغلان ولایت له بېلا بېلو ولسواليو، سربيره د سمنګان ولايت پهلوانانو هم ګډون کړی و، چې لومړۍ ورځ کې درې اخرلاق اعلان شول لومړی اخرلاق د پهلوان سيد مسعود شير پور له لوري، دویم آخرلاق د پهلوان صدرالحق او آخري آخر لاق د پهلوان سيد عوض له لوري ترسره شو، چې خوسی تر ټاکلي دایرې ورساوه او نغدي جایزې یې ترلاسه کړې.

دویمه ورځ یو اخرلاق د بغلان ولایت نه د پهلوان دادالله له لوري، چې د حاجي باقي په اس سپور او خوسی تر ټاکلي دایرې ورساوه او نغدي جایزه یې تر لاسه کړه.

د یادو سیالیو موخه د ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول او د مزار شريف بزکشۍ لیګ ته چمتو والی نیول دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۴
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۶
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه، د چنګاښ ٢٢مه، ١٤٠٤

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۵
Background image

کونړ؛ پیچ دره ولسوالۍ کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پیچ دره ولسوالۍ کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS