بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمني جام سيالۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د نويو ځوانانو او د ځوانانو په عمري کټګوريو د فوټسال د غوري سیمنټ ژمني جام سيالۍ د بنياد انوري او لجنډ اف سي لوبډلو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دې سياليو، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ، په پایله کې د نويو ځوانانو په عمري کټګورۍ کې بنياد انوري لوبډلې او د ځوانانو په عمري کټګورۍ کې بيا ليجنډ اف سي لوبډلې اتلولي خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
