بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې اوو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې، چې څلور اوونۍ به دوام وکړي.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ياران اف سي لوبډلې خپلې سیالې خورشید شرق لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د بغلان ولايت د فوټسال منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي.
