بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال حذفي جام سیالۍ پيل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې خپلې سیالې نخبګان لوبډلې ته د ۴/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د فوټسال ورزش ته وده ورکول و.