بغلان؛ مرکز پلخمري کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ب ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې له مرکز او ولسواليو څخه د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ب ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې د نهرين ولسوالۍ د فوټسال ارمان لوبډلې خپلې اميد فردا لوبډلې ته د ۵/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د دغو سياليو په پايله کې ارمان او اميد فردا لوبډلې د بغلان فوټسال الف ليګ ته لاره پيدا کړه او دواړه لوبډلو ته د اتلولۍ جام، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
