بغلان؛ په پلخمري ښار کې د درې میلیونو افغانیو په لګښت د فوټسال میدان ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۵ - ۹:۱۵
بغلان؛ په پلخمري ښار کې د درې میلیونو افغانیو په لګښت د فوټسال میدان ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار اړوند د قهوه خانې په باغ کې د یاد ولایت د یو تن سوداګر عبدالله هوتکي له لوري جوړ شوی د درې میلیونو افغانیو په ارزښت د فوټسال میدان ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د میدان د پرانیستې په مراسمو کې د بغلان اطلاعاتو او فرهنګ رييس اسدالله مصطفي هاشمي، د بغلان د سپورت امریت مسؤولینو، د ملي او سيمه ييزو رسنيو مسوولينو، د ښاروالۍ مسوولينو، قومي مشرانو او يو شمېر ورزشکارانو ګډون کړى و.

د مراسمو په مهال د ازادي او خورشید لوبډلو ترمنځ د فوټسال پرانیستې لوبه هم وشوه چې په پایله کې لوبه ۲-۲ مساوي پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۲۷
Background image

هلمند کې د څلور نيم لکه افغانيو په ارزښت د سنوکر يو معياري کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت په گرشک ولسوالۍ کې د هلمندي ځوان محمد علي فروتن په مالي لگښت د څلور لکه پنځوس زره (۴٫۵۰۰۰۰) افغانيو په ارزښت د سنوکر يو معياري کلب رسماً پرانيستل شو.

د ښاغلي فروتن په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

ننگرهار؛ خوږيانو ولسوالۍ کې گډ ورزشي نمايشات ترسره شول

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د خوږياڼو ولسوالۍ په بربهار لېسه کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د بېلابېلو ورزشي ريشتو نمايشات ترسره شول.

دا نمايشات په جمناسټیک، پهلواني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۲
Background image

ننگرهار؛ جلال آباد ښار کې د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د جلال آباد ښار په مرکزي سټډيوم کې د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

BACK TO NEWS