بغلان ولایت کې د فوټبال غوره لیګ په دوام دوه سیالۍ ترسره شوې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۱۲:۴۲
بغلان ولایت کې د فوټبال غوره لیګ په دوام دوه سیالۍ ترسره شوې

په بغلان ولایت کې د فوټبال غوره لیګ سیالیو پر دوام تیره ورځ دوه سیالۍ ترسره شوې.

لومړۍ لوبه د " باختر او ستاره ها " لوبډلو ترمنځ وشوه چې د " ۴ - ۴ " پایلې سره په مساوي توګه پای ته ورسېده.

دویمه سیالۍ بیا د " عقاب او جوانان میهن " لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د " ۳ - ۲ " پایلې سره د جوانان میهن لوبډلې په ګټه تمامه شوه.

د بغلان ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالۍ چې څو اوونۍ وړاندې د مرکزي بغلان او پلخمري په ورزشي لوبغالو کې پیل شوي لاهم دوام لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS