بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال د ژمني جام سیالۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ د شاهین شجاع لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې شاهین شجاع لوبډلې خپلې سیالې کهکشان شجاع لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډآلۍ ورکړل شوې.
