بغلان کې د فټنس او بدن ښکلا اتلسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فټنس او بدن ښکلا ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او بدن ښکلا اتلسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، چې په بېلابېلو وزني کټګوريو کټګوريو کې ترسره شوې، په پايله کې ۹ تنه د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د فټنس او بدن ښکلا ورزش وده ورکول او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.