بغلان کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د بغلان جدید په ورزشي سټېډیوم کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې شاهین فابریکه لوبډلې خپلې سیالې اسقلان بغلان جدید لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د زونونو لومړی درجه لیګ سیالیو ته د دوو غوره لوبډلو موندل دي.
