بغلان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د شاهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۸ - ۱۸:۴۳
بغلان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د شاهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پیل شوې وې د شاهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې شاهين لوبډلې خپلې سیالې اق چشمه لوبډلې ته د ۳/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته د ځوانانو هڅول او خلکو ته يوه سالمه تفرېح برابرول و؛ د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۲۰:۳۳
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

 

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۲۰:۵
Background image

د بامیان مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې، چې لس ورځې به دوام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۲۰:۳
Background image

پکتیکا؛ یحيی خېلو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د غزني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS