بغلان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د جوانان هدایت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ له شپاړلس کلنو کم عمره د فوټبال سیالۍ د جوانان هدایت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې جوانان هدایت لوبډلې خپلې سیالې جوانان زیارت لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبډلې موندل و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.