بلخ؛ د دې ولايت د واليبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۸ - ۹:۵۹
بلخ؛ د دې ولايت د واليبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د بلخ ولایت د واليبال فدراسيون له لوري د دې ولایت د واليبال ټاکنيزې سيالۍ تېره ورځ د لسو غوره لوبډلو ترمنځ د بلخ په امام خميني ورزشي جمنازيوم کې پيل شوې.

په دغو سياليو کې د بلخ ورزشي مسوولینو، ورزشکارانو او د دې ورزشي رشتې ګڼو مينه والو شتون درلود.

د يادو سياليو په لومړۍ ورځ دوې لوبې وشوې، په لومړۍ لوبه کې د کفايت لوبډلې د ٣-٠ په توپیر عامي روغتیا لوبډلې ته ماتې ورکړه، په دويمه لوبه کې د بلخ اتحاد لوبډلې ٣-٠ په توپیر د چهره بولک ولسوالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د يادولو ده چې په دغو سياليو کې به هره ورځ دوې لوبې ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۱۲
Background image

کابل کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما مقدماتي سیالۍ پيل شوې

د کابل ولايت، بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د طبما د رزمي هنرونو ملي فدراسیون له لوري له ۱۶ کلبونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ولايت د طبما رزمي هنرونو مقدماتي سيالۍ پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۱
Background image

غزني؛ ګيلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد د ګيلان ولسوالۍ په غوندي کلي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۵۱
Background image

بادغیس کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلعه نو ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS