بلخ؛ د رسنیزو اړیکو د پیاوړتیا او د خبر لیکلو روزنیر سمینار د سندونو په وېش سره پای ته ورسېد

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۷ - ۹:۸
بلخ؛ د رسنیزو اړیکو د پیاوړتیا او د خبر لیکلو روزنیر سمینار د سندونو په وېش سره پای ته ورسېد

د بدني روزنې او سپورټ ریاست له لوري د رسنیزو اړیکو او خبر لیکلو د پیاوړتیا روزنیز سمینار، چې پرون په بلخ ولایت کې پیل شوی و، نن پنجشنبه ټولو ګډونوالو ته د سندونو په وېشلو سره پای ته ورسید.

دغه سمینار د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د بلخ، تخار، بدخشان، کندز، بغلان، جوزجان، سرپل او جوزجان ولایتونو د ورزش آمریتونو د مسوولینو لپاره د بلخ د ورزش ریاست د غونډو په تالار کې جوړ شوی و.

په دې سمینار کې د خبرونو د ژانرونو مهم او اساسي موضوعات، د خبرونو، مرکو او راپورونو معیاري مېتودونه او فوتوژورنالیزم یا د خبري عکاسۍ اساسات د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست د درېو کارکوونکو له لوري په نظري او عملي ډول تدریس شول.

یاد سمیناز د خبرونو لیکلو او د ورزشي برنامو د عکس اخیستنې په برخه کې د شمالي زون د اتو ولایتونو د مطبوعاتي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د چهارشنبې په ورځ د اسد د میاشتې په څلورمه نېټه پیل او د پنجشنبې په ورځ د اسد میاشتې په پنځمه نېټه په ټولو ګډونوالو د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسید.

د سمینار ګډونوالو په داسې حال کې چې یاد سمینار یې د دوی د کاري ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې ګټور وباله، د سمینار له وړاندې کوونکو یې وغوښتل چې د ورته روزنیزو پرګرامونو په دوام، د ستونزو د حل او د ولایتونو لپاره د تخنیکي وسایلو او اسانتیاوو د برابرولو همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۲
Background image

خوست؛ ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ولوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۶
Background image

سرپل؛ سوزمه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په سوزمه ولسوالۍ کې د هوندا سکليت جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.. . .

BACK TO NEWS