بلخ؛ د وزلوبې ټورنمنټ نیمه پایلوبې ته څلورو لوبډلو لار ومونده

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۹:۱۷
بلخ؛ د وزلوبې ټورنمنټ نیمه پایلوبې ته څلورو لوبډلو لار ومونده

په بلخ کې د وزلوبې سیالیو په دوام نن یکشنبه د اتو غوره لوبډلو ترمنځ څلور سیالۍ ترسره شوې، چې په دې سره نیمه پایلوبې ته څلورو لوبډلو لار پیدا کړه.

د نن ورځې لومړۍ سیالي د بلخ او لوګر لوبډلو ترمنځ وه، چې د ۶ – ۱ امتیازونو په توپير بلخ لوبډلې وګټله.

دویمه سیالي د بغلان او فاریاب لوبډلو ترمنځ وشوه، چې دا سیالي په ټاکلي وخت کې د ۳ – ۱ امتیازونو په توپیر بغلان لوبډلې وګټله.

درېیمه سیالي د بدخشان او تخار ترمنځ ترسره شوه، چې له ۴ – ۰ پایلې سره بدخشان لوبډلې وګټله او د نن ورځې په څلورمې او وروستۍ سیالي کې بیا د سرپل او بامیان چاپندازان یو د بل پر وړاندې میدان ته ښکته شول، چې په پایله کې یې د ۱۱ – ۲ امتیازانو په توپیر سره سرپل لوبډلې په خپلې بریا پای ته ورسوله.

د یادو سیالیو نیمه پایلوبې ته بلخ، بغلان، بدخشان او سرپل لوبډلو لار ومونده.

په نیمه پایلوبې کې بغلان د بدخشان او بلخ بیا د سرپل پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي او ګټونکې لوبډلې به پایلوبې ته لار ومومي.

لومړۍ نیمه پایلوبه به د دوشنبې په ورځ د بغلان او بدخشان لوبډلو ترمنځ د مزار شریف د حاجي مقیم بای د وزلوبې په لوبغالي کې ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۹
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د موی تای سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پانکريشن فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نويو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۷
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۵
Background image

د ورزش ادارې مرستيال د ش.ه.ید عبدالرحيم لېسې د فوټبال له ميدان څخه لېدنه وکړه

\د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د فوټبال ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او ورسره مل پلاوي د ش.ه.يد عبدالرحيم عالي لېسې د فوټبال او باسکټبال له. . .

BACK TO NEWS