بلخ؛ د کيک بوکسنګ اتلسم پړاو منتخبه سیالۍ د ۴۶ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې

د بلخ ولايت په مزار شریف ښار کې د کيک بوکسينګ ولایتي لوبډلې د غوراوي اتلسم پړاو سیالۍ د تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په درېيو کټګوريو کې د شپږو ورزشي کلپونو د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې ورزشکارانو له ۳۰ تر۹۰ کیلو ګرامو او ازاده برخه کې یوه ورځ د یو بل په وړاندې سیالۍ ترسره کړې.
د دې سیالیو د ترسره کولو موخه د هېواد د خپلواکۍ د دویمې کالیزې نمانځل او د بلخ ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره څېرو ټاکل وو.
په پاى کې څلورو تنو غوره لوبغاړو د بلخ ولايت د کيک بوکسينګ لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ.