بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپه ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایله کې د پنځو جوړو لوبې مساوي او ۳۰ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه د کورش ورزش ته د ځوانانو هڅول او د کوچني اختر نمانځل و.
