بلخ؛ عامې روغتیا فوټسال لوبډلې د رمضاني جام اتلولي وګټله

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۸ - ۸:۱۰
بلخ؛ عامې روغتیا فوټسال لوبډلې د رمضاني جام اتلولي وګټله

د رمضان جام فوټسال سيالۍ چې لهد روژې له پنځلسمې په دې خوا د بلخ ولايت د فوټسال ټيمونو ترمنځ روانې وې، د عامې روغتيا د فوټسال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې یاده دې وې چې بدري ځواک دویم او پښتون کوټ او صنایي ټیمونو دریم او څلورم مقام ته ترلاسه کړ.

د سیالیو په پای مراسمو کې د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي نور عالم بدر، ډاکټر نجیب الله توانا، د بلخ د عامې روغتیا ریاست مرستیال شیخ میر صدام ګډون درلود.

د سیالیو په پای کې د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري میلمنو، روزونکو، د تنظیمي کمیټې غړو، غوره ګول وهونکوو، غوره لوبغاړي او ګټونکې لوبډلې ته ستاینلیکونه، ورزشي جامې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د ووشو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له څلورو ولايتونو ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نهم پړاو خزاني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۰
Background image

بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۴۸
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د خادم یارانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS