بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ سوک وهنې سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز مزار شريف ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ تر سره شوې.
دغه سيالۍ چې په تک فايټ په ډول د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې ۲۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
یادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې ګټونکو ورزشکارانو ته ستاينليکونه او مډالونه ورکړل شول.