بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینک سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کیک بوکسینک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشريف ښار کې ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنک سيالۍ تر سره شوې.
دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې ۳۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چي يوه ورځ يې دوام وکړ.