بلخ؛ مرکز مزارشریف کې د ۱۴ ولسوالیو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۴:۵۴
بلخ؛ مرکز مزارشریف کې د ۱۴ ولسوالیو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د یاد ولایت د ۱۴ ولسوالیو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د نهر شاهي او کُشندې ولسوالۍ ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې د کُشندې ولسوالۍ لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.

یادې سیالۍ د مرکزي آسیا اتلولي سیالیو کې د افغان ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د اتلولي ګټلو په ویاړ پیل شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۴۰
Background image

.غور؛ شهرک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شهرک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۲۲
Background image

کندز؛ ارچي ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ به لوري د ياد ولايت په ارچي ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قلعه زال لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه.

د سیالۍ په پای. . .

BACK TO NEWS