بلخ؛ مرکز مزارشریف کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۳
بلخ؛ مرکز مزارشریف کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بوکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د کیک بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې اتو تنو ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه ترلاسه کړل او د بلخ ولایت د کیک بوکسینګ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د بلخ ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې ټاکل شوو ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۲۱:۱۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۲۱:۱۶
Background image

په ننګرهار کې د جمناستيک اتلانو جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند جمناستیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستيک اتلانو جام سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ چې دوه ورځې يې دوام وکړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۲۱:۹
Background image

ریاض؛ د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د سعودي عربستان د ورزش له وزیر سره ولیدل

د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د اسلامي هیوادونو د پیوستون سیالیو په څنډه کې د سعودي عربستان د ورزش له وزیر امیر عبدالعزیز بن ترکي الفیصل سره ولیدل.

په دې لیدنه. . .

BACK TO NEWS