بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پیل شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پیل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې رامین الهام د ٣ پر صفر میدانونو په توپیر خپل سیال رحمت الله ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
