بلخ؛ په مزارشريف ښار کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش دوستانه سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۲:۵۹
بلخ؛ په مزارشريف ښار کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش دوستانه سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د مزار شریف ښار فردوسي چوک ته څېرمه د افغان ترک پارک په سیمه کې د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست او کورش فدراسیون له لوري د هېواد د پنځو ولایتونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

په دې سیالیو کې د بلخ، بدخشان، سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

د یادونې وړ ده چې په دې ورزشکارانو کې يو شمېر هغه محصلین دي، چې د مزار شریف ښار په ليليه کې اوسېږي او یو شمېر یې هغه کسان دي چې د هېواد له نورو ولايتونو څخه د سياحت لپاره بلخ ولايت ته تللي وو.

په پای کې د بلخ ولایت کورشکارانو تر ټولو ډېرې نمرې ترلاسه کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۲:۲۶
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۲:۲۲
Background image

بامیان کې د ۱۴ کلنو کم عمره فوټبال لیګ سیالۍ د امید سبز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ۱۴ کلنو کم عمره فوټبال لیګ سیالۍ، چې یوه اوونۍ مخکې پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۲:۱۹
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS