بلخ؛ چمتال ولسوالۍ کې د١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شهــ..ــید اکمل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې شهــ..ــید اکمل لوبډلې د ۲ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې یاران احمدي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ فوټسال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ
