بلخ؛ چمتال ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ تر سره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پانکريشن فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ تر سره شوې.
دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پای کې ۲۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړي مقامونه تر لاسه کړل.
دا سیالۍ پانکرېشن ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
