بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د چهل چراغ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې چهل چراغ لوبډلې د یو پر صفر میدان په توپیر خپلې سیالې میاخېل لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.