بلخ؛ چهار بولک ولسوالۍ د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهار بولک ولسوالۍ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایله کې د پنځلسو جوړو لوبې مساوي او ۴۰ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه د کورش ورزش ته د ځوانانو هڅول او د کوچني اختر نمانځل و.
