بلخ؛ کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پای کې د ۲۰ جوړو لوبې مساوي شوې او ۳۰ تنو بیا خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ