بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې د ٥ جوړو لوبې مساوي او ۳۰ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
