بلخ ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۹:۱۱
بلخ ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مجید صدر آباد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې مجید صدر آباد لوبډلې د یو پر صفر میدان په توپیر خپلې سیالې قلتاق لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې او ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۵
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مرکزي حوزې منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې دوه آخرلاقه اعلان شول، چې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۲
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې دوه آخرلاقه اعلان شول، چې. . .

BACK TO NEWS