بلخ ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شور تپه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د مجید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې مجید لوبډلې د یو پر صفر میدان په توپیر خپلې سیالې قلتاق لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.