بلخ ؛ مزار شريف ښار کې د ۱۲۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار وزلوبې ورزشي لوبغالي کې د ۱۲۰چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پای کې حاجي ذکریا پهلوان اعلان شوی آخرلاق د حلال تر دایرې ورساوه او د لوبې ګټونکی شو.
دا سیالۍ د وزلوبې اووم پړاو سیالیو ته د چاپ اندازانو د چمنو والي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
