بلخ ؛ په مزار شريف ښار کې د ۱۳۵چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۵:۰
بلخ ؛ په مزار شريف ښار کې د ۱۳۵چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې،نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مزار شريف ښار کې د ۱۳۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې د ميدان د حکم له لوري دوه اخرالاقه اعلان شول، چې لومړی يې سرور پهلوان د حاجي ملا يوسف بغلاني په آس او دويم اخرالاق ګلبدين پهلوان د قومندان شمس الحق ناصري په آس د حلالې تر دايرې ورساوه او د سياليو گټونکي شول.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د راتلونکو سياليو لپاره د چاپندازانو لا ښه چمتو والی او د ياد ولايت وگړو ته د سالمې تفريح برابرول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS