بلخ ؛ په مزار شریف ښار کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۵:۴۳
بلخ ؛ په مزار شریف ښار کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله کې د ميدان د حکم له لوري درې اخراولاقه اعلان شول، چې لومړی اخراولاق ايشان روح الله پهلوان ، دويم اخراولاق ګلبدين پهلوان او درېيم اخراولاق آخر اولاق بيا صمد پهلوان تر حلالې دايرې ورسول او د سياليو گټونکي شول.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د یاد ولایت غوره لیګ ته د چاپندازانو لا ښه چمتووالی او د ياد ولايت د خلکو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شیرخان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۲۹
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د شمالي ولايتونو په کچه د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۲۷
Background image

غزني کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو (۶۰ اس ځغلوونکو) ترمنځ په ۱۵. . .

BACK TO NEWS