بلخ ؛ کشنده ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سيمه ييزو او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په کشنده ولسوالۍ کې د يادې ولسوالۍ له مرکز او کليو د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايله کې للمي لوبډلې لومړی او مرکز لوبډلې دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه سيمه ييزو او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.