بلخ ولایت کې د واليبال سيالۍ د کفایت لوبډلې په بریا سره پاى ته ورسېدې

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۶ - ۱۱:۱۸
بلخ ولایت کې د واليبال سيالۍ د کفایت لوبډلې په بریا سره پاى ته ورسېدې

د بلخ ولايت دهدادي ولسوالۍ په کوربتوب د واليبال پيل شوې سيالۍ د کفایت لوبډلې په بریا سره پاى ته ورسېدې.

د بلخ ولایت د واليبال فدراسيون رئیس محمد نعيم ماهر وايي؛ د واليبال دغه سيالۍ نږدې دوه مياشتنې وړاندې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د دهدادي ولسوالۍ په کوربتوب پيل شوې چې د کفایت او قيوم لوبډلو يې فاينل ته لار ومونده.

د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه د ٣-١پايلې سره د کفايت لوبډلې په اتلولې او قيوم لوبډلې په دوه يم مقام ترلاسه کولو سره پاى ته ورسېدې.

د بلخ بدني روزنې او ورزش عمومي مدير محمدالله حماد د دغو سياليو په اړه وویل؛ دغه سيالۍ د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د واليبال فدراسيون له لورې د دهدادي ولسوالۍ په کوربتوب ترسره شوې چې موخه يې د واليبال لوبډلې لپاره د غوره ورزشکارانو پېژندلو ترڅنګ د ورزشکارانو استعداد لوړونې، ودې او ورزش ته د ولسوالیو ځوانانو هڅول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS