بلخ کې د فوټسال غوره لیګ پیل شو
د بلخ ولایت د فوټسال لیګ سیالۍ نن شپه د بلخ ولایت د ۷ غوره فوټسال ټیمونو په ګډون د مزارشریف په امام خمیني لوبغالي کې پیل شوې چې یوه میاشت به دوام ومومي.
د دغه ليګ لومړۍ لوبه د زائرین حرم لوبډلې او شناوران لوبډلې ترمنځ پيل شوه.
د دغو سیالیو د پرانیستی په مراسمو کې کې د بدني روزنې او ورزش عمومي مدیر حافظ محمدالله حماد، د بلخ ولایت د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو، د فوټبال فدراسیون رئیس احمدالله واعظ زاده ، د بلخ ولایت د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې رئیس حافظ قدرت الله حنظله ګډون کړی وه.
د مسوولینو په وینا دغو سیالیو موخه د فوتسال د ورزش وده او د بلخ ولایت د فوټسال د منتخبې لوبډلې لپاره غوره لوبغارو ټاکل دي، څو د هېواد د مرکز په کچه په سیالیو کې ګډون وکړي.
