بلخ کې د ٢٤ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ووشو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مزار شریف ښار کې د ٢٤ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.
دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پایله يې کې ١٢ تنو ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
