بلخ کې د پینځو لوبډلو ترمنځ د شمال زون فوټسال سیالۍ د یاران نور لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۰:۱۱
بلخ کې د پینځو لوبډلو ترمنځ د شمال زون فوټسال سیالۍ د یاران نور لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د شمال زون فوټسال سیالۍ د یاران نور لوبډلۍ په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې له سرپل شهبازلوبډلې، له فاریاب تیموریان لوبډلې، له جوزجان اعظم نظري لوبډلې، له سمنګان خورشید لوبډلې او له بلخ ولایت څخه یاران نور لوبډلې د کابل فوټسال غوره لیګ سیالیو ته د لار موندنې په موخه یو له بل سره سیالۍ وکړې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د یاران نور لوبډلې خپلې سیالې اعظم نظري لوبډلې ته د ۶/۴ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د کابل فوټسال غوره لیګ سیالیو ته د غوره لوبغاړو موندل وو.

د سیالیو په پای کې لوبڅارانو، ورزش مسوولینو، غوره لوبډلو او غوره لوبغاړو ته کپ، ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS