بلخ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس سيالۍ وشوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د بدن ښکلا او فټنس فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د شمال زون په کچه د بدن ښکلا او فټنس خزاني سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې بلخ لومړی، سمنگان دويم او کندز درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او راتلونکو ملي لوبو ته د ورزشکارانو لا ښه چمتوالی وو.
