بلخ کې د ۱۰۲ تنو ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۰:۹
بلخ کې د ۱۰۲ تنو ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د بدن ښکلا او فټنس ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۰۲ تنو ورزشکارانو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د شمال زون د بدن ښکلا او فټنس خزاني سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې دوې ورځې يې دوام وکړ، په پايله کې بلخ ورزشکارانو لومړی، جوزجان ورزشکارانو دويم او فارياب ورزشکارانو بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادولو وړ ده، چې د يادو سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپونه، ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۴۷
Background image

هرات کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیوکوشین کاراټې سیالۍ وشوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کیوکوشین کاراټې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې له ننګرهار، غور او هرات ولایتونو څخه د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیوکوشین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۴۵
Background image

جوزجان؛ خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ وشوې.

د دغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۴۱
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS