بلخ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پای کې یو آخرلاق اعلان شو، چې عبیدالله پهلوان حلال تر ټاکلې دایرې ورساوه او ګټونکی اعلان شو.
دا سیالۍ د وزلوبې شپږم پړاو ملي سیاليو ته د چمتو والي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.