تخار؛ اتحاد لوبډلې د فرخار ولسوالۍ د والیبال سیالیو اتلولي وګټله
د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د یاد ولایت د والیبال فدراسیون او سپورت آمریت له لوري د والیبال پیل شوی ټورنمنټ د اتحاد لوبډلې په اتلولې پای ته ورسېد.
د سیالیو په پایلوبه کې د اتحاد او کندال لوبډلې له یو بل سره مخ شوې، چې په پایله کې د ۳-۱ میدانونو په توپیر اتحاد لوبډلې بری خپل کړ.
د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته کپونه، ډالۍ او مډالونه ورکړل شول.
