تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د وزلوبې یوولسم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د نهرین، خان آباد او اشکمش ولسوالیو د ۴۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې یوولسم پړاو سیالۍ چې دوې ورځې یې دوام وکړ؛ پای ته ورسېدې.
اسماعیل، مقیم، حفیظ او ظریف د سیالیو غوره پهلوانان ونومول شول او ډالۍ ورکړل شوې.
د وزلوبې فدراسیون د نمایندګي د استازو په خبره، یادې سیالۍ په ولسوالیو کې د وزلوبې ورزش د ودې په موخه ترسره شوې، چې په راتلونکو ورځو کې به په نورو ولسوالیو کې هم ورته سیالۍ ترسره شي.