تخار؛ تالقان ښار کې د جمناستیک منتخبې سیالۍ ترسره شوې.

د تالقان ښار په جمنازیوم کې د ۲۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د منتخبې لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د جمناستیک منتخبې سیالۍ پای ته ورسېدې.
په پایله کې اتو تنو غوره ورزشکارانو د تخار منتخبې لوبډلې ته لاره پیداکړه.
د سیالۍ په پای کې غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالون او ستاینلیکونه ورکول شول.